پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټرمپ: که د افغان سولې خبرو پرمختګ وکړ ځواکونه کمولی شو
نیټه: Wed, 06 Feb 2019 13:10:02 +0000

 


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د افغان جګړې د سیاسي حل لپاره یې مذاکرات چټک کړي دي.

 ټرمپ وايي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو په اړه جدي دی خو دا یې ونه ویل چې ټول سرتیرې به له افغانستانه وباسي
ډونلډ ټرمپ خپلو خبرو کې وویل، چې له نږدې ۱۹ کلونو راهیسې امریکا افغانستان او منځني ختیځ کې جګړه کوي خو زیاته یې کړه چې لوی ملتونه داسې جګړه نه غواړي چې پای نه لري.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وايي، په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره یې خبرې چټکې کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې کور ته د خپلو عسکرو د ستنولو هوډ لري ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سولې ته په رسېدو به د امریکايي عسکرو حضور کم کړي.
ټرمپ د امریکا ملت ته په کلنۍ وینا کې وویل چې امریکايي عسکرو په افغانستان کې زیاته قرباني ورکړې ده.
هغه دا هم وویل چې لوی ملتونه په ناپایه جګړو کې نه ښکېلیږي.
اوس وخت شاوخوا ۱۴ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې دېره دي چې د ټرمپ په خبره نه ستړې کېدونکې جګړه یې کړې ده.

امریکا په افغانستان کې په‌دې اوږدې جګړې شاوخوا زره میلیارده ډالره مصرف کړی.
د امریکا ولسمشر داسې وخت سولې ته د رسېدو په شرط له افغانستانه د امریکايي عسکرو د حضور د کمولو خبره وکړه چې افغان ولسمشر اشرف غني په یوه لیک کې هغه ته په افغانستان کې د اغېزمن شمېر امریکایي سرتیرو د پاتې کولو په اړه وړاندیز کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ملت ته په وینا کې دا هم وویل چې ادارې یې په افغانستان کې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره هلې ځلې چټکې کړي.
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د سولې لپاره زلمی خلیل‌زاد د خپل خاص استازي په توګه ټاکلی، چا چې تر اوسه څو واره له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.
خلیلزاد وروستی وار په دوحه کې له طالبانو سره شپږ ورځې خبرې وکړې او ویې ویل چې تر بل هر وار یې دا ځل خبرې ډېرې موثرې وې.
سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل دي.
دغه مسئله سې شنبه یو وار بیا د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې له یوه ډله افغان سیاستوالو سره د خپلو 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته