پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د مسکو ناستې ګډونوال د دې غونډې مثبتو پایلو ته هیله من دي
نیټه: Wed, 06 Feb 2019 13:14:15 +0000

 

 د روسیې په مسکو کې د طالب استازو افغان سیاسینو ترمنځ د  لومړۍ ورځ غونډه د ګډونوالو لخوا ګټوره بلل شوي.
ددې غونډي ګډونوال وايي چې دواړو لورو په لوموړي ورځ غونډه کې په دې اتفاق درلود چې د افغانستان ستونزه د جګړي له لارې نه حل کیږي.
دوی هیله ښايي چې دا ډول غونډۍ دوام پیدا کړي ترڅو په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

د لومړي ځل لپاره طالب استازو او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو په مسکو کې په یوه ناسته کې سره وکتل.
په دې غونډه کې شااوخوا ۴۰ تنه افغان سیاستوال او د ګوندونو استازي د طالبانو له ۱۰ کسیز پلاوي سره د افغانستان د سولې پر بهیر وکړي
پخوانی ولسمشر حامد کرزي، محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، حکمت خلیل کرزی، عبدالهادي ارغنديوال او ګڼ نور مشران د دې غونډې ګډون‌ درلود.
کډونوال  د لوموړي ورځ غونډۍ وروسته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو فضا ډیره دوستانه وه او هیله ښايي چې دې ته ورته ناستې نورې هم ترسره شي.
دوی وايي د لومړي ورځې په ناسته ټول په دې اتفاق درلود چې جنګ د ستونزې د حل لاره نه ده .
طالب استازی هم د لومړی ورځې غونډه ګټوره بولي او وايي چې په دې غونډه کې خبرې یې دوستانه وي.
طالب استازي شیر محمد عباس ستانکزي هیله وښوده چې د سولې په اړه دا ناستې یې دوام پیدا کړي او یوه ورځ افغانستان کې تلپاتي سوله راشي.

له دې شااوخوا درې میاشتې وړاندې په مسکو کې ورته غونډه جوړه شوې وه چې په‌کې د افغانستان د سولې عالي شورا استازو هم برخه اخیستې وه.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې دا ډول غونډې نه‌شي توانېدلای چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، نو همدا لامل دی چې د افغان حکومت پلاوی هم په‌کې ګډون نه‌کوي.
خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، داسې تمه کېږي چې د مسکو غونډه چې د افغانانو ترمنځ کېږي، وبه‌توانېږي چې بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته