پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل او ننګرهار کې د مسکو غونډې پر ضد مظاهرې وشوې
نیټه: Wed, 06 Feb 2019 13:24:05 +0000

 

په ننګرهار کې سلګونه مدني فعالانو، ځوانانو او ځايي اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاريون وکړ او د امنيتي ځواکونو د منحلېدو په اړه يې د طالب استازي عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې وغندلې.
مظاهره کوونکو ويل هغه سوله ورته د منلو وړ نه ده چې د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې په کې قرباني شي.
دوی د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې لاريون پيل او د پښتونستان تر څلور لارې ورسېدل.
مرګ په پاکستان، د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو، هغه سوله راته منظور نه ده چې امنيتي ځواکونه مو منحلوي.
يو شمېر معلولو او مېرمنو لاريونوالو د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او ستاينې په خاطر د هغوی په غاړو کې ګلونه هم واچول.
لاریونوال وايي هيواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې پياوړی امنيتي ځواک ولري؛ نو هېڅکله به افغانان اجازه ورنکړي چې امنيتي ځواکونه يې د سولې د راتګ په پلمه د پرديو د شومو موخو قرباني شي.
د يادولو وړ ده شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي په يو بيان کې ويلي و، چې د سولې د راتګ سره سم بايد افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو په ليکو کې منحل شي چې د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته