پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې سړې هوا له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی
نیټه: Wed, 06 Feb 2019 13:32:16 +0000

 

په هرات ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو ۲۰ تنو غړو د سړی هوا له امله خپل ژوند له لاسه وکړی.
بې ځایه شوي کډوال کورنۍ بیا حکومت په بې پامې تورنوي او وايي د دوی ستونزو ته یې رسیدنه نه ده کړي.
 خو د هرات ولایت سیمه ایزي اداري مسؤلین بیا وايي هڅه کوي چې د بې ځایه شویو کډوالو ستونزو ژر رسیدنه وکړی.
د جګړو او وچکالۍ له امله د کندوز، فاریاب، غور ، فراه ، هلمند او د هرات د ځینو ولسوالیو خلک ددې ولایت شیدايي سیمه کې هستوګن شوي دي. 
دوی د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دې دلته راغلي خو د سړی هوا او زیاتو اورښتونو له امله ددې کډوال شل تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې مړه شویو کسانو کې  زیاتره یې کوچنیان او د ډیر عمر لروونکي.
 د بې ځایه شویو کډوالو په وینا تر اوسه ورسره حکومت او مرستندویو بنسټونو اساسي مرستې نه دي کړي.
دغه بې ځایه کډوال د هرات ښار څخه کابو لس کیلو مټره لرې په خېمو کې ژوند کوي.
دوی  د حکومت او مرستندویو ادارو څخه غواړي چې د سرپنا غم یې وخوري تر څو په دې سړی هوا کې ژوند خوندي شي. 
د شمیرو له امله ۱۶ زره کورنۍ د نا امنو ولایتونو څخه هرات ولایت ته کډه شوي دي .
په همدې حال کې د هرات سیمې ایزې اداري مسولین ټینګار کوي چې د بې ځایه شویو کډوالو کورنیو د وضعیت ښه والی لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي. 
 هرات نسبي امنیت ددې کډوالو د راتلو لپاره مناسب ځای کڼل کیږي خو د دولتي او مرستندویو ادارو د بې پامې له امله  ددې کډوالو ستونزوې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته