پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د مسکو غونډه په ګډه اعلامیه پای ته ورسېده
نیټه: Thu, 07 Feb 2019 13:30:31 +0000

 

په مسکو د افغان سولې په اړه دوه ورځني غونډه د یو نهه ماده ییزې پریکړې په خپرولو سره پای ته ورسیده .
طالب استازو ویلي چې په دې غونډه کې په ډېرو ټکو سره سلا شوي او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به نور هم مخکې ولاړ شي 
د غونډي ګډونوال وايي مهم بحث دا و چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي او په‌دې خبره د غونډې ډېر ګډون‌وال اتفاق درلود.
په مسکو کې د افغانانو ترمنځ د سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته د چهارشنبې په ماښام د یو نهه ماده‌ییز پریکړې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
په‌دې غونډه کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په شمول د افغان حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو، د ملي شورا غړیو او سیاسي څېرو ګډون کړی وو.
د طالبانو له‌خوا په غونډه د یو لس کسیز پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزي کوله.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د مسکو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، دا خبرې ډېرې قناعت بخښونکې وې.
د نوموړي په وینا په غونډه کې مهم بحث دا و چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي او زیاته یې کړه چې په‌دې خبره د غونډې ډېر ګډون‌وال موافق وو.
شېر محمد عباس ستانکزي چې په‌دې غونډه کې یې د طالبانو د لس کسیز پلاوي مشري کوله ویلي چې د افغان سیاستوالو سره دا دوه ورځنۍ خبرې «ډېرې بریالۍ» وې.

نوموړي ویلي چې په ډېرو ټکو سره سلا شوي او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به نور هم مخکې ولاړ شي او یو هوارې ته ورسېږي.
د دې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډون‌والو یو شریک پریکړه‌لیک هم خپور کړ.
په پریکړه‌لیک کې ټینګار شوی دی چې طالب مشرانو نومونه دې د ملګرو ملتونو له تور لېسته وایستل شي او په دوحه کې یې په رسمي توګه د طالبانو د سیاسي دفتر پرانېستل د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره یوه اړتیا بللې ده.
د ټولو خواوو ترمنځ د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره په لومړي ګام کې د یو شمېر بندیانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.
پریکړه‌لیک وايي چې د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې توافق لري چې په نېږدې ممکن وخت کې د بین‌الافغاني تفاهم بله ناسته د قطر په پلازمېنه، دوحه کې جوړه شي.
د مسکو د غونډې پریکړه‌لیک د سولې د توافق وروسته د افغانستان د ثبات لپاره د سیمه‌ییزو او سترو نړیوالو هېوادونو همکاري او ملاتړ ضروري بللی دی.
د مسکو د کنفرانس مشترکه اعلامیه کې د افغانستان د بیا رغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو د هڅونې او جذب غوښتنه هم شوې ده.
افغان حکومت د مسکو په غونډه کې برخه نه درلوده او د دې غونډې پر نتایجو یې لا دمخه بې باورې څرګنده کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته