پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځپلو اندېښنه وښوده
نیټه: Thu, 07 Feb 2019 13:39:23 +0000

 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی.
د اشرف غني دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې تېره شنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی لولاريي کې ووژل شو او دا غورځنګ یې مسوولیت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو اچوي.
افغان ولسمشر ویلي چې د انساني حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او ان د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو پر وړاندې د تاوتخریخوالي ډک چلند ته په خپل لومړني غبرګون ویلي، چې په دغو دوو ایالتونو کې د سوله ییزو اعتراض کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالي افغان حکومت خورا اندیښمن کړی دی.
که څه هم جمهور رئیس غني د پښتون ژغورنې غورځنګ نوم نه دی اخیستی، خو په وروستیو اونیو کې د پاکستان په دغو دوو ایالتونو کې د دغه غورځنګ له خوا غونډې او لاریونونه شوي وو.
ولسمشر غنی  د دغو اندیښنو د څرګندولو پر مهال ویلي، چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو په ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتی د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي.
دا په تیرو دوو اونیو کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړیدو د لومړۍ کلیزې پر مهال د دغه غورځنګ د غړو او پلویانو پر وړاندې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د زور زیاتي د پیښو وروسته د افغان حکومت لومړنی غبرګون دی، چې پخپله جمهور رئیس غني څرګند کړی دی.
جمهور رئیس غني له دې وړاندې د پشتون ژغورنې د غورځنګ د تاسیس پر مهال هم د خپل ټویټر په پاڼه په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې د دغه غورځنګ د هڅو ملاتړ کړی وو، چې د اسلام اباد غبرګون یې راپارولی وو.
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د زور زیاتي په پيښو کې، د دغه غورځنګ یو مخکښ چارواکی ارمان لوڼي تیره یکشنبه خپل ژوند له لاسه ورکړ او د دغه غورځنګ یوه بله فعاله ګلالۍ اسمعیل د یوې ورځې لپاره توقیف شوې وه خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمیر غړي لا هم په بند کې دي.
د ارمان لوڼي وژل او د ګلالۍ اسمعیل په توقیف کې ساتل د پاکستان سربیره په ټوله نړۍ کې د پښتونو یو شمیر فعالینو له خوا غندل شوي دي.
په افغانستان کې هم د کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې د ارمان لوڼي د وژل کیدو په غبرګون کې احتجاجي غونډې او لاریونه شوي او ددغه غورځنګ د غړو پر وړاندې د پولیسو کړنې غندل شوې وې.
په کابل او د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې دا احتجاجي لاریونونه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په غوښتنه شوي و وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته