پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سوداګر: که يي ستونزې حل نه شي دتورخم جلال اباد لویه لاربه وتړي
نیټه: Thu, 07 Feb 2019 13:48:43 +0000

 

د تورخم سوداګر وايي، که حکومت يې تر څلور ورځو پورې ستونزې حل نکړي پدغه ښارګوټي کې به د ترانيزيټي اموالو او مسافرو پر وړاندې د تورخم جلال اباد لويه لار وتړي
سوداګرو چې له تېرو دريو ورځو راهيسې تورخم کې د حق غوښتنې خيمې درولې د پرزو د هغه کانترونو خوشي کېدل غواړي چې له مياشتو راهيسې د هرات او يو شمېر نورو ولايتونو ګمرکونو کې حکومت درولي دي
دا په تورخم ښارګوټي کې هغه سوداګر دي چې له تېرو څو مياشتو راهسې يې په هرات، کابل او ننګرهار کې د موټرو په پرزو بار لسګونه کانترونو حکومت درولي دي. 
دوي چې له چهار شنبې د تورخم جلال اباد لويه لار تړله خو د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې حکومت ته څلور ورځې وخت ورکړى چې درېدلو کانترونو ته يې د تګ اجازه ورکړي کنه نو دغه لويه لار ترانيزيټي لار به وتړي
 مخور وايي، حکومت دې ننګرهار سرسره د مور او مرې چلند نه کوي.
سوداګرو وويل، له تېرو دريو ورځو راهيسې چې دوي خېمه وهلې غږ يې ندى اوريدل شوى او غواړي چې چارواکي يې هر څه ژر ستونزو ته حل لار وګوري. 
هڅه مو وکړه چې پدې تړاو د مسوولينو نظر هم له ځان سره ولرو خو د هڅو سره سره يې په نظر اخيستو بريالي نه شو

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته