پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې دانسان تښتونکو دوه ډلې وسلوسره یوځای نیول شوي
نیټه: Thu, 07 Feb 2019 13:53:15 +0000

 

په هرات ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د انسان تښتونکو دوه لوې ګرپونه نیولي دي .
څه موده وړاندې د انسان تښتوونکو یوې ډلې په کهسان ولسوالي کې یو قومي مخور تښتولی چې بیا د پیسو په بدل کې راخوشي شو.
د انسان تښتوونکو ددې ډلې ترڅنګ یو بله ډله هم د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوي چې په فراه ولایت کې یې فعالیت درلود .
ددې ډلو څخه یو اندازه وسلي او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په همدې حال کې د انسان تښتونکو لخوا تښتول شوی شخص وايي چې انسان تښتوونکو دده کورنۍ څخه ۸ اعشاریه ۷ میلونه افغاني اخیستي وي او بیا یې خوشي کړی وو.
ددې شخص کورنۍ د حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه انسان تښتوونکي دې ادام کړي ترڅو په دې ولایت کې د انسان تښتونکو ریښې وچې شي. 
د هرات ملي امنیت توانیدلی چې د تیرو دوه میاشتو په موده کې ۲۲ تنه د د وسله وال فعالیت ، د انسان تښتوونکو په پیښو کې د لاس لرلو ، د وسله والو غلاو، او  ولایتي شورا د یو غړي د قتل په تور نیولي.
 دهرات ولایت ځايي اوسیدونکي په دې و لایت کې د انسان تښتوونکو ، وسله والو غلاو څخه اندیښمن دي او استخباراتي ارګانونه په کم کاري تورنوي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته