پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې خبریالانو د هم صدا راډيو د وژل شوو خبریالانو فاتحه واخیسته
نیټه: Thu, 07 Feb 2019 14:24:25 +0000


 
خبریالان وايي حکومت دې د وژل شوو خبریالانو عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري .
دوی وايي افغان حکومت د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی او دنړیوالي ټولني غواړي چې د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړی 
د ننګرهار خبریالانو خوندیتوب کمیټي او خبریالانو په تخار ولایت کې د همصدا راډيو د دوه تنو وژل خبریالانو روحونو ته دوعا وکړه او له حکومته يي وغوښتل چې د وژل شوو خبریالانو عاملین دې پیدا او دقانون منګولو ته دې وسپاري. 
خبریالان وايي تیر ۲۰۱۸ کال په هیواد کې د خبریالانو لپاره خونړی وو خو سږنی بیا سر له اوسه اندیښمنونکی دی. 
دوی وايي افغان حکومت د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتي راغلي نو له نړیوالي ټولني غواړي چې د افغان خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته کاروکړي .
ځيني يې بیا له وسله والو مخالفینو غواړي چې د خبریالانو د وژلو پرځای دې د کاری ساحي په پراخولو کې له خبریالانو سره همکاري وکړي. 
دوه ورځې وړاندې په تخارولایت کې د همصدا په نوم دیوي اف ام راډيو دوه تنه خبریالان په خپل دفتر کې نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي او دپیښي له ځایه تښتیدلي چې دې چارې دلته په ننګرهار کې هم خبریالان اندیښمن کړي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته