پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خليلزاد: هدف مو په افغانستان کې د سولې راوستل دي، نه د ځواکونو ايستل
نیټه: Sat, 09 Feb 2019 12:45:11 +0000

 

 

خلیلزاد چې د سولې په انسټیټیوټ کې وینا کوله ویل چې هیله لري په افغانستان کې د سولې موافقه تر انتخاباتو مخکې وشي، څو طالبان هم په دې پروسه کې شامل شي.

خلیلزاد ټینګار پر دې وکړ چې افغانان باید له یوه بل سره د یوه مېز ترشا کښېني او موافقې ته ورسېږي خو د ده په وینا امریکا نشي کولی د دوی ځای ناستې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره موافقه د سولې لپاره غواړي، نه د خپلو عسکرو د وتلو په خاطر.

خلیلزاد د واشنګټن د سولې په انسټېټیوټ کې د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، د افغانستان جنګ باید پای ته ورسېږي.

زلمی خلیلزاد په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی معرفي شو.

له هغه راهیسې دا اول وار دی چې هغه په واشنګټن کې د خپل فعالیت په اړه په ځانګړې غونډه کې خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې وویل چې د کار اساسي هدف یې د افغانانو ترمنځ د مذاکرو پیل ته د زمینې برابرول دي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا د ولسمشر خبرې سمې نه دي تعبیر شوي، ځکه د دوی هڅې یوازې د عسکرو د ایستلو لپاره نه دي، بلکه غواړي چې د افغانستان جګړه ختمه کړي.

​زلمي خلیلزاد وویل، له طالبانو سره یې په اصولو کې پر یوه هر اړخیزه اجنډا موافقه کړې چې پر دوو ټکو تمرکز لري، له ترورېزم سره مبارزه او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل.

هغه وویل، موږ د مقابل لوري پر تشو وعدو باور نه شو کولای، بلکې ضمانت غواړو چې بیا به له افغانستانه د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

زلمي خلیلزاد د افغانستان د جمهوري ریاست را روان انتخابات مهم وبلل.

هغه وویل، امید لري چې په افغانستان کې د سولې موافقه تر انتخاباتو مخکې وشي، څو طالبان هم په دې پروسه کې شامل شي.

هغه وویل چې دی ژر تر ژره اوربند غواړي، خو د هغه په وینا، د یوې اوږدې پروسې په پیل کې دي.

خو طالبان د اوربند د موافقې په اړه زړه نا زړه دي، ځکه ښايي غواړي چې د سولې د موافقې لپاره په چانو کې ګټه وکړي.

​د خلیلزاد په وینا، طالبان ښايي فکر کوي چې د اوربند په صورت کې به له حکومته زیاته ګټه ونه کړي او ګرانه به وي چې تر اوږده اوربند وروسته، خپل وسله وال بیا راغونډ او د جګړې ډګر ته واستوي.

زلمي خلیلزاد وویل، داسې بريښې چې طالبان که دوه په دوه نه وي، د څو اړخونو په حضور کې د افغانستان له حکومت سره هم خبرو ته حاضر شي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد د فبرورۍ په ۲۵مه بیا په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته