پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار نوی والي وايي د زورواکۍ او غصب پر وړاندې به مبارزه وکړي
نیټه: Sat, 09 Feb 2019 13:02:22 +0000

 

د نوموړي په پېژند غونډه کې د ولس استازو د ننګرهار یو شمېر ولسوالیو او  جلال اباد ښار په اړه اندېښنه وښوده، چې کواګې امنیتیې حالت یې خراب شوی دی .

دلته نوي والي په ګڼو موضوعاتو خبرې وکړي؛ خو ډاډ یې دا وو چې د غصب،،زورواکۍ، او فساد پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي.

د ولس یو شمېر استازو په خپلو خبرو کې  د دې ولایت د شپږ ولسوالیو او جلال اباد ښار په اړه اندېښنه وښوده چې ګني د امنیتي پلوه په کې خلک خوندي دي. دوي له نوي والي وغوښتل چې د امنیت لپاره یې تر هر څه وړاندې لاس په کار شي.

د والي ماخېل ژمنه دا وه چې ننګرهار کې به د نا امنۍ، غصب او زورواکۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي. نوموړي له ولسونو وغوښتل چې دغه برخه کې ورسره همکار اوسئ.

د سیمه ایزو ارګانو خپلواکي ادارې مرسیتال هغه اوازې رد کړي چې ګڼي پخوانۍ والي حیات الله حیات د زوراکو د فشار په پایله کې کندهار ته تبدیل شوی دی، نوموړي وویل له نوي والي په د زورواکو په ځپلو کې قوي مرسته کوي.

غوښتنې دا هم وې چې نوی والي په بېلابیلو سیمو کې هغه ټولګټې پروژې هم بشپړې کړي چې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته