پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

له افغان حکومته د مدني ټولنو ، یو شمېر مسؤلینو او ښځینه فعالانو غوښتنه
نیټه:

 

یو یو شمیر مدني فعالان له حکومت غواړي چې د سولې په پروسه کې دې ورته برخه ورکول شي او نظرونه ته یې پام وشي.

دوي د حکومت له خوا خلکو سره د سولې د غونډو د جزیاتو په شریکولو ټینګار کوي او په یاده پروسه کې خپل فعال حضور غواړي

دا مدني فعالان وايي د سولې په راتګ خوښ دي خو ویره لري چې د تیرو کلونو لاسته راوړڼې یې ضایع نه شي

د مدني ټولنو یو شمېر مسؤلان او ښځینه فعالان له حکومته غواړي چې د سولې په پروسه کې برخه ورکړل شي او نظرونه یې په پام کې ونیول شي.

د مدني ټولنو، د ښځو د سیمه ییزې شبکې او د ښځو د حق غوښتنې کاري ډله د حکومت له خوا خلکو سره د سولې د غونډو د جزیاتو په شریکولو ټینګار کوي او په یاده پروسه کې خپل فعال حضور غواړي.

د دغې کاري ډلې یوې غړې حمیرا ثاقب د شنبې په ورځ د "سوله د خلکو د مشارکت د ارزښتونو په خوندیتوب سره" په نوم جوړې شوې غونډې ته ګډه اعلامیه کې وویل چې د سولې په پروسه کې د خلکو د رښتینو استازو او مدني ټولنو په ځانګړي ډول د ښځو کمزوری نقش د مدني ټولنو، ښځو او بشري حقونو د فعالانو د اندېښنې وړ موضوع ده

دغه مدني فعالان وايي چې د سولې په راتګ خوښ دي خو ویره لري چې د تیرو کلونو لاسته راوړڼي ضایع نه شي او د سولې په موافقه کې د مدني فعالانونو له کړڼو ملاتړ وشي.

 د ښځو د حق غوښتنې د کمېټې مسؤلې زرقا یفتلي په دغه ناسته کې له حکومت، نړیوالې ټولنې او د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې د ښځو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي او د امتیاز د تر لاسه کولو په هدف پرې معامله ونه شي.

 

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې تر بل هر وخت زیاتې تودې شوي او د افغان حکومت تر څنګ د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه هم په دې برخه کې هڅې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د ښځو د چارو فعالانې د سولې په پروسه کې د دوی د کمرنګې ونډې په اړه اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې د خپل رول د زیاتېدو غوښتونکې دي، بلکې له دې وړاندې هم ورته اندېښنې ښودل شوې دي.

د افغانستان مدني ټولې او ښځینه فعالین ټنیګار کوي چې د افغانستان د یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو تظمین د سولې په مذاکراتو کې د مدني ټولنې او ښځو په فعال او تصمیم نیوونکي حضور سره به شونی وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته