پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ولسي جرګې ټاكنو يو شمېر معترضو كانديدانو لاريون وکړ
نیټه: Sun, 10 Feb 2019 13:24:03 +0000

 

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د کابل ولايت ناکامو نوماندانو او د هغوى پلويانو د کابل ښار د پښتونستان واټ په څلور لاري کې لاريون ترسره کړه.
لاریوالو چې شمیر سلګونو تنو ته رسیده د ولسمشر او ټاکنو کمېسیون څخه یې غوښتنه وکړه چې د کابل رایې دې باطلي اعلان کړي.
دوی پر ټاکنو کمېسیون هم تور پوري کوي چې د ټاکنو پر مهال یې درغلۍ کړي او د پیسو په بدل کې یې ځینې کسان بریالۍ اعلان کړي.
د كابل د ولسي جرګې ټاكنو يو شمېر معترضو كانديدانو او د هغوى پلويانو یکشنبه سهار  لاريون ترسره کړه .
دوى، چې شمېر يې سلګونو تنو ته رسېږي، په پښتونستان څلورلارې كې راټول شوي دي.
هغوى د كابل د رايو د باطلېدو او عدلي او قضايي ارګانونو ته د ټاكنو خپلواك كمېسيون د مسوولينو د معرفي كېدو غوښتنه كوي.
لاریونوالو مرګ پر مفسیدینو، زنده اباد عدالت غوښتونکي ، مونږ د کابل  د رایو باطلیدل غواړي او مرک د ټاکنو پر کميسیون یې  شعارونه ورکول.
لاریونوال وايي د کابل اوسیدونکو په ډیرو ستونزو سره د ټاکنو پر ورځ خپلو نوماندانو ته رایې ورکړي خو د دوی په وینا د ټاکنو وروسته هغه کسان بریالي شول چې پیسې یې وکړي.
دوی وايي که چیرې ولسمشرۍ ماڼۍ او دټاکنو کمېسیون یې غوښتنه ته پام ونه کړي نو د اعتراض په ډول به خېمه ودروي.
د اعتراض کوونکي وآيي که چیرې د کابل رایې باطلي اعلان نه شي او په کابل د دوهم ځل لپاره ټاکني ترسره نه شي نو دوی په راتلوونکو ټاکنو کې ونډه وانه اخلي.
كه څه هم د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د كابل د رايو د باطلولو پرېكړه كړې وه،
خو وروسته د حكومت په منځګړيتوب دواړه ټاكنيز كمېسيونونه په دې تړاو پر بياځلي غور سلا شول.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون اوس هم د كابل د رايو د باطلېدو په اړه پر خپلې پخوانۍ پرېكړې ټينګار كوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته