پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته زمینه برابره کړې
نیټه: Sun, 10 Feb 2019 13:27:03 +0000


ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې افغان حکومت هم دا غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، هېواد پر ځان بسیا شي او دلته دایمي سوله ټینګه شي.
د ولسمشر د ویاند په وینا په ۲۰۱۴ کال کې ټاکل شوې وه، چې د بهرنیو عسکرو شمېر صفر ته راښکته شي، خو د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې، تشدد او تاوتریخوالی ددې سبب شو، چې دوی خپل حضور ته ادامه ورکړي. 
د افغانستان حکومت وايي، د وسله‌والو طالبانو تشدد د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري ویلي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې باید د بهرنیو ځواکونو شمېر صفر ته راکم شوی وای، خو د وسله‌والو طالبانو د تشدد له امله نړیوال مجبور شول چې دا پرېکړه بدله کړي.
هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي افغان حکومت هم دا غواړو چې هېواد یې خود کفا شي، جګړه پای ته ورسېږي، سوله ټینګه شي او بهرني عسکر په افغانستان کې نه‌وي.
چخانسوري وویل چې د افغانستان حکومت پر یوه طرحه کار کوي چې پر اساس‌یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر حد اقل ته ورسېږي.
د هغه په وینا، وسله‌وال طالبان کولای شي چې له قید او شرط پرته د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.
چخانسوري زیاته کړه چې طالبان باید واضح راشي، د افغانستان له حکومت سره مذاکرات شروع کړي، هر هغه تشویش چې دوی لري یا پر کومه موضوع چې دوی خبرې غواړي وکړي، د افغانستان حکومت واضح نقشه د لارې ورته لري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد د جمعې په ماښام د واشنګټن د سولې په انسټېټیوټ کې وویل چې له طالبانو سره موافقه، په اساسي ډول، د سولې لپاره غواړي نه د دې لپاره چې د خپلو عسکرو د ایستلو زمینه برابره کړي.
خلیل‌زاد د افغانستان د جمهوري ریاست را روان انتخابات مهم وبلل او ویې ویل چې امید لري چې د طالبانو سره د سولې موافقه، تر انتخاباتو مخکې وشي، څو طالبان هم په‌دې پروسه کې شامل شي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیل‌زاد د فبرورۍ په ۲۵مه بیا په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.
طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیز نه‌دی منلی.
خو د هغوی یو شمېر استازو تېره اوونۍ په مسکو کې له یو شمېر سیاستوالو سره چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په‌کې و، خبرې وکړې.
د طالبانو استازو په مسکو کې هم پر دې چې نړیوال ځواکونه باید له افغانستانه ووځي، ټینګار کړی و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته