پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله : افغانستان کې موجوده نظام او اساسي قانون به دوام پیدا کړي
نیټه: Mon, 11 Feb 2019 13:08:23 +0000

 

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، وسله وال طالبان لا هم د سولې په برخه کې خپل لجاجت ته ادامه ورکوي. 
دده په وینا طالبان له افغان حکومت سره رښتینو مذاکراتو ته نه دي تیار او نه هم په رښتینې توګه د سولې پلویان دي. 
دده په وینا سوله قربانۍ ته اړتیا لري او طالبانو ته په کار ده، چې د رښتینې سولې لپاره نرمښت وښيي. 
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې موږ سولې ته ورسوي، خو په خبره‌یې په دا شان هڅو او حرکتونو کې باید د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې او قربانۍ خوندي وي.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو سره خبرې کولې وویل چې په‌دغه هېواد کې موجوده نظام او اساسي قانون به دوام پیدا کړي.
عبدالله وايي، هر هغه کس او ډله چې له جګړې لاس اخلي ، له ترهګرو سره اړیکي پرې کړي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې په سوله کې ژوند وکړي، د افغانستان خلک ورڅخه هرکلی کوي.
عبدالله دغه شان سولې ته د رسېدو لپاره په ملي یووالي او د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي دغه شان وویل، مقام او څوکۍ هغه کیفیت او خوند نه‌لري چې د سولې په فضا کې د يوه عادي وګړي په شان ژوند يې لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته خپل پنځم سفر پرون پیل کړ.
بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې ښاغلی خلیل‌زاد به د فبروري تر پایه په ‌کې د افغان سولې د پروسې په اړه په خبرو بوخت وي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم یکشنبه د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یوې لویې ولسي غونډې ته ویلي چې اراده يې قوي ده او هڅه کوي چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وينې بهېدنې بهير بند کړي.
غني وویل، چې دی سوله په کعبه شریفه کې غواړي نه مسکو کې، هغه زیاته کړه چې د سولې د راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټينګار يې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه يې پریکړه هم یوازې ولس کولای شي.
دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې يو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځنۍ ناسته وکړه چې افغان حکومت په‌کې برخه نه لرله.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته