پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خليلزاد د افغانستان په ګډون د ٦ هېوادونو په سفر راوتلى
نیټه: Mon, 11 Feb 2019 13:38:51 +0000

 

 

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړوا ځینو هېوادونو ته خپل پنځم سفر پیل کړ.
خلیلزاد به  په دې سفر کې  بلجیم، جرمني، ترکیه،قطر، افغانستان او پاکستان د افغان سولې په اړه سفرونه ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد به  افغان سولې په تړاو د ګډو اړخیزو هڅو په چټکتیا وغږېږي او له افغان حکومت سره به مشورې وکړي.
ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد سفر د فبروري له لسمې پيل شو.
بلجیم، جرمني، ترکیه،قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې زلمی خلیل‌زاد به د فبروري تر پایه په‌کې د افغان سولې د پروسې په اړه په خبرو بوخت وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې خلیل‌زاد به په دې سفر کې د امریکا له ملګرو او متحدینو سره د افغان سولې په تړاو د ګډو اړخیزو هڅو په چټکتیا وغږېږي او له افغان حکومت سره به مشورې وکړي.
د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خاص استازي دا پنځم سفر دی چې د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ته یې پيلوي.
خلیل‌زاد همدا لس ورځې مخکې خپل یو سفر چې په‌کې نوموړی هند، چین، پاکستان، قطر او افغانستان ته ولاړ پای ته ورساوه.
ده په قطر کې د طالبانو له استازیو سره شپږ ورځې خبرې وکړې، هغه خبرې چې تر پخوانیو مذاکراتو د ده په باور ډېر پرمختګ په‌کې وشو.
خلیل‌زاد مخکې ویلي و چې له ترورېزم سره پر مبارزې او د عسکرو د وتلو په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی، خو د بین‌الافغاني خبرو او بشپړ اوربند په څېر ډېر حیاتي مسایل لا هم پاتې دي چې کار غواړي.
د خلیل‌زاد د هڅو یوه لویه برخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره دي هغه څه چې افغان حکومت یې غواړي، خو طالبان یې اوس لېواله نه‌دي.
افغان ولسمشر اشرف غني  یکشنبه د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته په سفر کې له طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې ورسره وکړي او حکومت چمتو دی چې په کابل یا بل هر ځای کې دفتر ورکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازولۍ ویاند سهیل شاهین بیا له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې دوی د مسکو په وروستۍ ناسته کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر د رسمي کېدو غوښتنه مطرح کړې.
ده په ننګرهار کې د افغان ولسمشر اشرف غني خبرو ته په اشارې ویلي چې د ده په خبره غني غواړي مسئله بلې خوا ته واړوي او د سولې روانو خبرو ته ضربه ورسوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته