پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي
نیټه: Tue, 12 Feb 2019 13:09:19 +0000

 

تمه ده چې روانه اونۍ په بروکسل کې د ناټو هېوادونو دفاع وزیرانو د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان د امنيتي ځواکونو د لا پرمختګ او ملاتړ په اړه هم بحثونونه وشي .
بلخوا د ناټو سرمنشي  د افغان سولې لپاره  د امریکا ځانګړي استازي سره کتلي او د سولې د شرایطو په برابرولو یې خبرې کړي دي
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران دا اونۍ په بروکسل کې د نورو مسایلو ترڅنګ، د افغانستان د روانو حالاتو په اړه هم سره خبرې کوي.
د ناټو د عمومي منشي د ویاند مرستیال پیرز کزالي ویلي چې د دفاع وزیرانو غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې به ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه په دې غونډه کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران به په افغانستانکې روان وضعیت وارزوي او پر هغو لارو چارو به خپل نظرونه شریک کړي چې څنګه کېدای شي د افغان امنیتي ځواکونو د لا ودې او مرستې لپاره ملاتړ په غوره توګه دوام ومومي
دغه ناسته په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن هڅه کوي چې په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه، له طالبانو سره د سولې د یو توافق له لارې پای ته ورسوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وار له ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره یې ښه لیدنه درلوده.
هغه زیاته کړې چې د ناټو ماموریت له افغانستان سره د سولې د شرایطو په برابرولو کې مرسته کوي.
خلیلزاد د جنوري میاشتې په پای کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې شپږ ورځې له طالب استازو سره لیده کاته وکړل.
هغه په دې وروستیو کې په واشنګټن کې د یوې مباحثې په ترڅ کې وویل چې نوموړی د سولې د ټینګښت یوې موافقې ته د رسېدو په لټه کې دی، نه د ځواکونو د وتلو.
د دوشنبې د ورځې په سهار د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان هم کابل ته دیو ناڅاپي سفر په ترڅ کې وویل چې سپینې ماڼۍ تر اوسه له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو امر نه دی کړی.
شاناهان زیاته کړه چې د متحدو ایالتونو پوځ په سیمه کې پیاوړې امنیتي ګټې لري او بل دا چې د افغانستان په اړوندو هر راز خبرو کې باید افغان حکومت برخه ولري.
د واشنګټن له هڅو سره سره طالبان تر اوسه دې ته نه دي حاضر شوي چې د افغانستان له حکومت سره مستقیمو خبرو ته کېني.
د فبرورۍ په اوایلو کې په مسکو کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو استازو یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ.
اوس مهال په افغانستان کې د ناټو څه د پاسه ۱۶ زره ځواکونه مېشت دي چې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره د افغان ځواکونو په روزلو، هغو ته په مشوره ورکولو او ورسره په مرستې کولو بوخت دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته