پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سیما سمر: د سولې په بهیر کې رامنځته شوي پرمختګونه پټ ساتل شوي
نیټه: Tue, 12 Feb 2019 13:11:58 +0000

 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي که د سولې په پروسه کې د ښځو ونډې ته پام ونه شي نو دا به اندیښنې زیاتي کړي.
د بشر حقونو مشره سیما سمر له افغان حکومته غواړي چې د سولې په پروسه کې باید د ښځو برخه زیاته او نظرونه ته یې باید پام وشي. 
دا لومړی ځل نهدی چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په پروسه کې د ښځو د کمرنګې ونډې په اړه اندېښنه څرګندوي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وايي، که د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه په پام کې ونهنیول شي دا به اندېښنې زیاتې کړي.
د دغه کمېسیون مشره سیما سمر له افغان حکومته غواړي چې د سولې په پروسه کې باید ښځو ته برخه ورکړل شي او نظرونه یې په پام کې ونیول شي.
سیما سمر د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو او عدالت په ټينګښت کې د ښځو رول په تړاو د ښځینه قاضیانو یوې ناستې ته وویل چې د سولې په بهیر کې رامنځته شوي پرمختګونه پټ ساتل شوي دي.
د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې دغه شان د قاضیانو پهدغه دوه ورځني کنفرانس کې په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ښځو کمرنګه حضور هم انتقاد وکړ.
تر دې وړاندې د مدني ټولنو یو شمېر مسؤلانو او ښځینه فعالانو هم له حکومته غوښتي چې د سولې په پروسه کې باید ونډه ورکړل شي.
دا لومړی ځل نهدی چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په پروسه کې د ښځو د کمرنګې ونډې په اړه اندېښنه څرګندوي او پهدې برخه کې د خپل رول د زیاتېدو غوښتونکې دي، بلکې له دې وړاندې هم ورته اندېښنې ښودل شوي دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې استازي هم د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم وګاڼه.
ریچارډ بنیټ وویل، په مسکو کې د سولې په وروستۍ ناسته کې د ښځو ګډون وښوده چې افغان مېرمنې په دغه پروسه کې مهم رول لري.

له دې سره د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي، د سولې اړوندو خبرو کې حکومت د هېواد د بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې کړي او د مدني ټولنې او د ښځو ونډه هم له پامه نهده غورځول شوې.
خو د افغانستان مدني ټولې او ښځینه فعالین ټنیګار کوي چې د افغانستان د یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو تظمین د سولې په مذاکراتو کې د مدني ټولنې او ښځو په فعال او تصمیم نیوونکي حضور سره به شونی وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته