پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو له امريکا سره د خبرو لپاره مذاکراتي ټيم اعلان
نیټه: Tue, 12 Feb 2019 13:32:25 +0000

 


طالبانو ویلي چې  له امریکایې لوري سره خبرې دوام لري او د موضوع د اهمیت پر بنسټ د مشر هبة الله اخندزاده په لار ښوونه د سیاسي دفتر د مرستیال ملا برادر اخند لخوا دا مذاکراتي ټیم تعین او په کار ګمارل شوی دی. 
د طالبانو په دغه نوي مرکچي پلاوي کې د ګوانټانامو څلور پخواني طالب زندانیان هم شامل دي.

په داسې حال کې چې د افغان د افغان سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړياستازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو افغانستان او اروپا ته پنځم سفر پیل کړی، طالبانو هم له امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو په هدف ۱۴ کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ.
د سې شنبې په ورځ د طالبانو لخوا رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاد پلاوی د قطر دفتر د نوي رئیس ملا عبدالغني برادر لخوا تعین شوی دی.
په داسې حال کې چې تمه ده کېده له امریکا سره د طالبانو د راتلونکو خبرو مشري به ملا غبدالغني برادر کوي خو طالبانو ویلي چې د دغه ۱۴ کسیز ټیم مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي.
د طالبانو په دغه نوي مرکچي پلاوي کې د ګوانټانامو څلور پخواني طالب زندانیان هم شامل دي.
بیان وايي، چې مولوي ضیاء الرحمن مدني، عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، امیر خان متقي، ملا فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي مطیع الحق،ملا محمد انس حقاني، ملا نور الله نوري، مولوي محمد نبي عمري او عبدالحق وثیق یې غړي دي.
طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې له امریکا سره د دوی مذاکرات روان دي او نوی ټاکل شوی پلاوی به دغه مذاکراتو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کېده چې د افغان سولې په اړه له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت هڅې زیاتې شوي دي.
د سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېره جنورۍ میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر ټولو اوږدې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې چې خلیلزاد په یادو خبرو کې پر مهمو مسايلو د پرمختګ خبر ورکړ خو زیاته یې کړه چې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته