
افغان ولسمشر اشرف غني د یوه نوي فرمان له مخې د انتخاباتو د خپلواک او د شکایتونو د کمېسیونونو رئیسان او غړي له کاره لېرې کړي دي.
د جمهوري ریاست د چارو د ادارې په وېبپاڼه کې ویل شوي چې د انتخاباتو د تعدیل شوي قانون له مخې چې ولسمشر توشیح کړی، په انتخاباتي چارو کې د کارونو د خنډ د مخنیوي لپاره یوازې د دواړو کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان پاتې شوي او په مؤقته توګه به د دغو کمېسیونونو د رئیسانو په توګه چارې مخ ته وړي.
له بلې خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته استولې اډیو کې ویلي چې دا کسان ولسمشر له دندو نه دي لرې کړي، بلکې د نوي قانون له مخې لرې شوي دي
|