پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

څه باندې ۱۵ زره میرمنې د ګلدوزي او سوداګرۍ برخه کې روزل کیږي
نیټه: Mon, 18 Feb 2019 13:19:49 +0000

 


په راتلوونکو څلور کلونو کې به د افغانستان اته ولایتونو کې د امریکايي پراختیايي اداري په مرسته  پنځه سوه متشبثو میرمنو او ۱۵ زره د ګلدزې په برخه کې وروزل شي.
دې څلور کلن پروګرام باندې نږدې لس میلونو امریکايي ډالره لګښت راځې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې به دوام وکړي.
ددې پروګرام هوکړه لیک دوشنبه د سوداګري او صنایع خونې او د یوې موسسې ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
سوسن کا سلومبک چې ددې موسسې مسؤله ده وايي چې ددې پروژې لومړنۍ کارونه تیر کال ترسره شوي دي.
نوموړې وايي په دې پروژه کې به میرمنو ته د سوداګرې د مدیریت،د ماليي، د تولیدو شویو توکو بسته بندۍ او تولید شویو توکو لپاره د بازار موندنې زده کړي هم شاملي دي.
د میرمنو د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤلین په افغانستان د ګلدوزې په برخه کې  د میرمنو د مسلکيتوب لپاره کم کار شوی دی .
نوموړی میرمن لیوالتیا لري په مسلکي ډول کار وکړي او د تولید شویو توکو د پلور لپاره یې وړ بازار پیدا شي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې د معلوماتو له مخې په تول افغانستان کې اوسمهال کابو یو میلون میرمنې د ګلدوزي په برخه کې بوختي دي چې اکثره یې په غیر مسلکي توګه ګلدوزي کوي او د توکو د پلور لپاره یې وړ بازار نشته .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته