پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د افغانستان سوداګریز توکي د چابهار له لارې هند ته واستول شول
نیټه: Sun, 24 Feb 2019 11:23:19 +0000

 

د افغانستان د تجارتي مالونو لومړۍ جوپه نن د ولسمشر اشرف غني په حضور کې د چابهار بندر له لارې هند ته واستول شوه.
د افغانستان شاوخوا ۷۵۰ ټنه تجارتي مالونه له زرنج ښار څخه چاه بهار او له هغه ځایه هند ته واستول شول.
ولسمشر غني په‌دې مناسبت مراسمو کې په خپله وینا کې وویل، چابهار له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي تړون لاره ده
چابهار د افغانستان لپاره نړیوالو اوبو ته د رسېدو تر ټولو نېږدې او ارزانه لار بلل کېږي.
ارګ نن په يوه بیان کې وویل چې ولسمشر غني به د افغانستان د تجارتي مالونو د لومړۍ جوپې د استولو په مراسمو کې پر ګډون سربېره په مرکز زرنج کې د ولسونو، ديني عالمانو، ځوانانو، ښځو او سوداګرو له استازو سره هم وګوري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته