پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان پر ایرلینډ ریکارډونه جوړ کړل
نیټه: Sun, 24 Feb 2019 11:51:47 +0000

 

افغانستان د حضرت‌الله ځاځي د تاریخي لوبې کې د کرېکټ نړۍ والې شورا په چوکاټ کې د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې ۷۴۶مه شمېره سیالۍ تاریخي وه چې بیلابیل ریکارډونه يي جوړکړل.
افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې لومړۍ لوبډله شوه چې په ۲۰ اوریزې لوبې کې یې تر ټولو ډېرې (۲۸۹) منډې جوړې کړې او د زمبابوی پر خلاف د اسټرالوۍ لوبډلې د ۲۶۳ منډو ریکارډ یې مات کړ.
په همدې لوبې کې د افغانستان لوبډلې بل نړیوال ریکارډ دا جوړ کړ چې د سر دوه لوبغاړو یې په ګډه زیاتې منډې وکړلې.
 د افغانستان لپاره دا ریکاډ حضرت الله ځاځي او عثمان غني جوړ کړ. دوي دواړو په ګډه ۲۳۶ منډې وکړلې.
 له دې نه وړاندې دا ریکارډ د اسټرالیا لوبډلې جوړ کړی و.
په همدې لوبې کې حضرت الله ځاځی د افغانستان لومړنی لوبغاړی شو چې د شل اوریزو په نړیوالو لوبو کې د ټولو نه زیاتې منډې کوي.
 ځاځي ۱۶۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.
 اوهمدا راز هغه ۱۶ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې.
حضرت الله ځاځی همدرانګه د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو چې د شلو شلو اورونو په یوه لوبه کې د ټولو نه زیاتې شپږیزې وهي.
 ځاځي شپاړلس او اسټرالیایي لوبغاړي څوارلس شپږیزې وهلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته