پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان درېيمه ۲۰ اوريزه لوبه هم وګټله
نیټه: Mon, 25 Feb 2019 13:35:07 +0000

 

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ ملي لوبډلې ته ۲۱۱ منډې هدف وټاکه، خو ایرلنډ په شلو اورونو کې د ۱۷۸ منډو په ترلاسه کولو سره چې ۸ لوبغاړي یې هم وسوځېدل، ونه‌ توا نیدل چې دغه هدف ترلاسه کړي.
د ایرلنډ ملي لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته‌یې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.
په لوبه کې  غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي ته وركړل شوه.
ده په ۳۶ توپونو ۸۱ چټكې منډې وكړې.
افغانستان له وړاندې د لومړۍ او دوهمې ۲۰ اوريزو لوبو په ګټلو سره د دې لوبو لړۍ په خپل نوم كړې وه.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د راتلونكې پنجشنبې په ورځ پيل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته