پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار والي:پاکستان د ویزو ستونزه به حل شي
نیټه: Tue, 26 Feb 2019 12:43:16 +0000

 

که څه هم خلک شکایت لري چي دویزو اخیستو پرمهال له سختو ستونزو سره مخ دي خو ولایتي چارواکي وايي دپاکستان له سفارت او قونسلګرۍ له چارواکو سره يې دا موضوع شریکه کړي او هغوي هم دستونزي د حل په موخه هره ورځ د ورکول کیدونوکو ویزو شمیر زیات کړی.
والي که له یوي خوا له خلکو غواړي چې له ضرورت پرته دې هغه هیواد ته ورتګ کم کړي ترڅو دویزه اخیستونکو شمیر کم شي بل خوا ژمنه کوي چې د دوو اونیو په اږدو کې به دا ستونزه اتیاسلنه کمه شي. 
والي داسي مهال داڅرګندوني کوي سه شنبه هم ویزه اخیستونکو دویزو اخیستني پرمهال دشته ستونزو له امله لاریون وکړ اوله افغان حکومت او پاکستان قونسلګرۍ له چارواکو يي د ستونزي دحل غوښتنه کوله.
بل خوا ننګرهار کې د پاکستان قونسل هم وايي چې دویزو شمیر يې زیات کړی خو دقونسلګرۍ مخې ته د شته بي نظمیو پړه په عامو خلکو او د حکومتي ادارو پر مسؤلینو اچوي. 
دپاکستان قونسل وايي د ویزو شمیردقونسلګرۍ نه بیرون دچارو په تنظیم پوري تړلی او څومره چې  د قونسلګرۍ مخې ته ولاړ نظامي مسؤلین بیرون چاري ښي تنظیم کړي دوی به په همغه اندازه زیاتې ویزي ورکوي. 
وروسته له هغي چې د پاکستان حکومت هلته له ویزو پرته دافغانانو په ورتګ بندیز لګولی هرسهارسلګونه کسان دویزه اخیستو په تمه دپاکستان قونسلګرۍ ته راځي چې یوشمیرد سختو ستونزو له ګاللو وروسته  ویزي ترلاسه کوي او ګڼ شمیر له ویزې اخیستني بې برخې پاتي کيږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته