پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارپوهنتون کې دکتاب نړېواله ورځ
نیټه: Wed, 06 Mar 2019 11:10:50 +0000

د ننګرهار په پوهنتون کې  د کتاب نړیوالي ورځې په مناسبت د سولې مرکز په همکاري د کتابونو یو نندارتون پرانیسته 
په دې نندارتون کې کتابونونه په دولس غرفو کې ایښودل شوي دي چې موخه یې د کتاب لوستل او د مطالعي دودول دي.
دې نندارتون  کې بېلابېل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او د پوهنتون اړوند مسلکي کتابونه ننداري ته ایښودل شوي.
د ننګرهار پوهنتون مسؤلین وايي دا نندارتون او دې ورته نور پروګرامونه به وشي کولای چې ددې پوهنتون پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
دې نندارتون ته  ګڼ شمیر محصلین ورغلي وو او د خپلو ذوقونو اړوند کتابونه یې وپیرل .
محصلین وايي خوښ دي چې په پوهنتون کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شوي او دا نندارتون به وکولای شي چې محصلین مطالعه ته وهڅوي .
تمه ده چې دا نندارتون به دوه ورځې دوام وکړي چې د نندارتون د مسؤلینو په وینا ګڼ شمیر کتابونه به د محلصینو له لوري وپیرل شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته