پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني نن شنبه فراه ته ورسېد
نیټه: Sat, 09 Mar 2019 11:19:06 +0000

 

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن فراه ولایت ته رسېدلی دی. 
ولسمشر به په دغه سفر کې په فراه کې له ځايي چارواکو سره ګوري او د سیلابونو له امله له زیانمنو شوو خلکو سره د مرستې بهیر څاري.
 په دغه سفر کې له ولسمشر سره لوړپوړی دولتي پلاوی ملتیا کوي.
 ولسمشر په دې وروستیو کې ګڼو ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي.
 هغه تر دې وړاندې کونړ ولایت ته تللی و، خو ډېری مدني فعالانو او کونړ قومي مشرانو یې سفر کمپایني او نمایشي بللی و. 
ټاکل شوې چې ولمسشر په فراه کې له ځايي خلکو، قومي مشرانو او د ټولنې د بېلو اقشارو له استازو سره لیده کاته ولري.
فراه ولایت له هغو ولایتونو دی چې د وروستیو ورښتونو له امله یې یو شمېر اوسېدونکو ته د سر او مال زیان اوښتی او امنیتي وضعیت یې هم ښه نه دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته