پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندوز کې ۳۰ طالبانو د وژل کېدو ادعا
نیټه: Sat, 09 Mar 2019 11:36:25 +0000


 
مسوولينو په خبره  امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د دغه ولایت په مرکز او قلعه زال ولسوالۍ کې ٣٠ وسله وال طالبان وژلي.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي نن شنبه وويل چې وړمه شپه افغان امنيتي ځواکونو د مرکز اړوند په تلوکې سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور نيول شوي دي.
د مرادي د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کې ګل نبي، ميرزا فريدالدين، قاري بهاوالدين، باريداد، صفرمحمد، عبدالواحد او مولوي عبدالمجيد شامل دي.
مرادي وايي چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتى او پر مهال يې د وسله والو طالبانو یو شمېر پټنځایونه، وسلې او تجهیزات هم له منځه تللي دي.
دغه راز د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته