پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دملي اردو دوه پوستې وسله والو طالبانو نیولې
نیټه: Sat, 09 Mar 2019 11:42:20 +0000

 

بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ ویلي چې تېره شپه ۱۰بجې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ طالبانو له پرمختللیو وسلو سره د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي کلي کې د ملي‌اردو پر پوستو بریدونه وکړل.
هغه ویلي چې، طالبانو له څو ساعتونو نښتې وروسته دوه پوستې نیولې دي.
 بیګ زیاتوي، په‌ دې نښته کې یو سرتېری وژل شوی او  ۷ ټپيان شوي او ۱۲ نور نادرکه دي.
هغه همداراز وايي چې امنیتي ځواکونو د کومکي ځواکونو ژمنه کړې؛ خو په وینا یې که ژر ور ونه رسېږي؛ نو کیداې شې  بالامرغاب وسله والو طالبانو لاس ته ولویږې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته