پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني کې دقوماندانانو په ګډون ۸۰ دولت ضد وسله وال وژل شوي
نیټه: Sat, 09 Mar 2019 12:03:37 +0000

 

د غزني حکومتي مسوولين ادعا کوي چې په تېرو دوو اوونيو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال د ١١ قوماندانانو په ګډون ٨٠ طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې نه مني.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن شنبه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې په تېرو دوو اوونيو کې افغان ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې په مرکز، قره باغ، اندړ، ده يک، رشيدان او ګيلان ولسواليو کې بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ١١ قوماندانانو په ګډون ٨٠ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې په بېلابېلو سيمو کې هره شپه جګړې وي.
ځايي اوسیدونکې وايي چې کله نا کله د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو پر مهال ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا د غزني د حکومتي مسوولينو څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خبره چې په تېرو دوه اونيو کې په دومره لوړه کچه طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته