پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د یو قاتل په ګډون شپږ تنه وسله وال مخالفین نیول شوې
نیټه: Sat, 09 Mar 2019 12:15:54 +0000

 


چارواکي وايي په نیول شویوکې یوتن انسان وژنکی هم شامل دی چې له شلو ډير قتلونه يې کړي. 
دوی په حصارک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ۹ وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبره هم کوي. 
دننګرهار والي په همدې موخه جوړشوي خبري کنفرانس ته د ویناپرمهال وویل چې په نیول شویوکي دري تنه دوسله والو طالبانو ،یو تن د لشکر طیبه ،یو تن دداعش ډلي فعال غړی او یو داسي انسان وژونکی شامل دی چې بیلابیلو پيښو او  انسان وژنو کې لاس لري او له نیولو وړاندې يې هم د یو تن دوژلو نیت درلود.  
نیول شوی انسان وژونکی مني چې لدې وړاندې يې هم یوشمیر قتلونه کړی او اوس يي هم د یوکس د وژلو تکل کړی وو چې موخې ته له رسیدو وړاندي ملي امنیت ځواکونو نیولی. 
ولایتي چارواکي وايي تیره شپه د صفر دوه قطعي ځواکونو ددې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په پایله کې يې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي. 
نیول شو ټولو وسله والو په خپلو جرمنو اعتراف کړی 
چارواکي په داسې حال کې د یادو لاسته راوړنو خبره کوي چې د تیرو دوو  ورځو راهیسي په جلال اباد ښار کې په بیلابیلو سیمو کې دی دري تنه نامعلومو وسله والو په ډزو وژلي چې ورسره سم د خلکو اندیښنی زیاتي شوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته