پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: د جلال اباد وروستۍ حملې پلان جوړوونکی ووژل شو
نیټه: Sun, 10 Mar 2019 10:23:15 +0000

 

د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې هوايي ډګر ته څيرمه د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو د جلال اباد د وروستۍ حملې اصلي پلان جوړوونکی وژلی دی.
دغه بريد چې تېره اوونۍ ترسره شوى و، په ترڅ کې يې د ياد شرکت ١٦ کارکوونکي ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي وو. ددغه بريد مسووليت داعش ډلې منلى و.
 ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ په هزار ناو سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، ددغو عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې يو مهم کس سبحان الله چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت د بريد پلان جوړکړی و، ووژل شو .
عطاالله خوګیاڼي د دې حملې د وژل شوي طراح نوم سبحان وښود او ویې ویل چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې یو شمېر کسان ژوندي هم نیولي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته