پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کینیا کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۵۷ تنه وژل شوې
نیټه: Sun, 10 Mar 2019 11:04:05 +0000

 

کینیا ته پر لاره یوه ایتیوپیایي بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه لوېدلې ده.
د ایتیوپیا حکومتي تلوېزیون ته د ایتیوپیا هوايي شرکت ویاند ویلي، په الوتکه کې ټول ۱۴۹ مسافر او اته د الوتکې عمله وژل شوي.
د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا په یوه ټویټر کې د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.
دیادولوده چې د ایتیوپیا دغه حکومتي هوايي شرکت په هوايي چلند کې ښه نوم لري، خو په ۲۰۱۰ کال د یاد شرکت یوه الوتکه د مدیترانه سمندر په اوبو کې ولوېده چې بیروت ته روانه وه چې په پېښه کې ۹۰ تنه سپاره پکې وژل شوي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته