پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دښځونړېواله ورځ ولمانځل شوه
نیټه: Sun, 10 Mar 2019 11:50:12 +0000

 

نګرهار کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه .
ننګرهارۍ میرمني  د نورو حقونو د نه ورکولو ترڅنګ میرمنو ته په دولتي ادارو کې د مناسبي ونډي نه ورکول هم د دوی له حقوقو تیری بولي.
دوی وايي د لسانس او ماسټرۍ ترکچي لوستي میرمني شته خو دولتي اداري يي نه جذبوي. 
د ښځينه استازو نیوکه داده چې د نورو حقونو د نه ورکولو ترڅنګ په لوړه کچه لوستې میرمني شته چې په دولتي ادارو کي نه دي جذب شوي. 
حکومتي مسؤلین هم اعتراف کوي چې په دولتي ادارو کې د ښځینه و ونډه ترټاکلي اندازي څو برابره کمه ده خو د ادارو مشرانو ته يې سپارښتنه دا وه چې په دولتي ادارو کې دې د ښځينه و ونډه زیاته کړي. 
بل خوا ددې ولایت د ښځو چارو ریاست او د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د ښځینه و پر وړاندي دتاوتریخوالي ارقام د یو بل ضد دي.
دښځو چارو رييسه وايي د تیرکال ددې وخت په پرتله دښځو پر وړاندي دتاوتریخوالي کچه کمه شوي خو د بشرحقونو رییسه بیا د تیرکال ددې وخت په پرتله سږني ارقام لوړ بولي. 
دلته د ښځينه و بله غوښتنه د سولې په پروسه کې ښځو ته د ونډي ورکول .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته