پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په قطر کې د طالب او امریکايي استازو خبرې لا هم دوام لري
نیټه: Sun, 10 Mar 2019 13:18:36 +0000

 

په قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ خبرې یولسمي ورځې ته غځیدلي خو د کوم مشخص پرمختګ په اړه خبر نه دی ورکول شوی.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د شنبې په ورځ یې د  کوچنیو کاري ډلو ترمنځ خبرې له ماسپښینه تر ماخوستنه روانې وې
دواړو خواوو ژمنه کړي چې د مذاکراتو جزییات به له فیصلې مخکې د باندې نه باسي، تر څو په افغانستان کې د ښکېلو خواوو تر منځ بحث را پورته نه شي
د قطر دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو د سولې خبرې یوولسمې ورځې ته وغځېدلې. 
دغو خبرو ته یوې نژدې سرچينې رسنیو ته ویلي  دواړه لوري یکشنبه بیا د مرکې خونه کې سره را تولېږي، خو له اوس نه مالوميږي چې خبرې به پای ته ورسېږي او که نه.
خبرې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي او تر اوسه دواړو خواوو د کوم مشخص پرمختګ په اړه تفصیل نه دی ورکړی، خو طالبان او امریکایان د خبرو له بهيره خوښ برېښي.
په قطر کې د افغان سولې په تړاو د خبرو په لړ کې د شنبې ورځې  هغه یې سوکه وې او مالومه شوه چې د دواړو خواوو مرکچیانو عمومي غونډه ونه شوه.
خو کوچنیو کاري ډلو ترمنځ خبرې له ماسپښینه تر ماخوستنه روانې وې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیل زاد شنه د خبرو په خونه کې راښکاره نه شو، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دغې ډلې دویم لوړ پوړی مشر ملا عبد الغني برادر شنبه د مرکچیانو خونې ته څېر مه دوه ځل ولیدل شو چې د قطري امنیتي مامورینو له خوا بدرګه کېده.
طالبان وایي، خبرې یوازې پر دوه موضوګانو څرخیږي له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارول خو امریکايي سرچنينې ویلي د اوربند او بین الافغاني پرخبرو هم بحث کیږي.
امریکایان هیله من دي چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې د پنځم پړاو دا خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي طالبان هم هڅه کوي روانې خبرې یوڅه مثبتې پایلې ولري تر څو د دوی د سولې د نوي پلاوي حیثیت او اغېز تر سوال لاندې را نه شي.
په دوحه کې روانو خبرو ته نژدې سرچینې وايي دواړو خواوو ټېنګه ژمنه کړې چې د مذاکراتو جزییات به له فیصلې مخکې د باندې نه باسي، تر څو په افغانستان کې د ننه د دوی په ټکو ښکېلو خواوو تر منځ بحث را پورته نه کړي.
د طالبانو د سرچينو په باور، د خبرو په دې پړاو کې پر ځینو موضوعګانو پرېکړه کېږي او ځينې د نورو خبرو لپاره شپږم پړاو ته پاتې کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته