پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني: د افغان مېرمنو په وړاندې لویه ستونزه بېوزلي ده
نیټه: Sun, 10 Mar 2019 13:24:15 +0000

 

افغان ولسمشر د افغان مېرمنو په وړاندې بېوزلي تر ټولو ستره ستونزه بولي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر څو چې د فقر او بېوزلي له منځه ولاړه نه شي، افغان ښځې به له اساسي حقه محرومې وي.
غني چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې یوې غونډې ته په خبرو کې بېوزلي د افغان ښځو په وړاندې لویه ستونزه یاده کړه او ويې ویل چې که چېرې د بېوزلۍ د له منځه وړل ملي هدف ونه ګرځول شي، د مېرمنو بېوزلي له منځه نه ځي.
خو افغان ولسمشر د افغان ښځو د پرمختګونو یادونه هم وکړه او ويې ویل چې نن ورځ د ښځو په وړاندې فکري مخالفتونه له منځه تللي او اوس دوی له عدالت غوښتنې سیاسي ګډون ته رسېدلي دي.
نوموړي ټینګار وکړو چې د ملي یووالي حکومت د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو په حقونو بحث کوي.
په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په دې ناسته کې برخه لرله او ويې ویل چې ټولنه د ښځو له نقش پرته دوام نه کوي.
عبدالله وویل چې اوس د افغان مېرمنو ذهنیت بدلون کړی او ټولې د سولې او زده کړو او ټولنیز پرمختګ غوښتونکې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري په ټولنیزو، سیاسي، سوداګرۍ او اقتصاد او د رهبرۍ په برخه کې د ښځو پرمختګونو ته اشاره وکړه، خو ويې ویل چې په محلې ادارو کې د ښځو د ګډون ټیټه کچه هغه ستونزه ده چې لا هم نه ده حل شوې.
مېرمن نظري د ملګرو ملتونو د راپور په اساس وویل چې د ښځو چارو وزارت او د دې وزارت د همکارو ادارو په هڅو د ښځو په وړاندې ۲۰ فیصده تاوتریخوالی او ۱۰ فیصده د ټیټ عمر لرونکو د ودونو کچه ټيټه شوې ده.
د ښځو نړیواله ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانې مېرمنې لا هم د تاوتریخوالي څخه کړېږي او وايي چې باید په دغه ډول غونډو کې یوازې ژمنې ونه شي، بلکې د ښځو د ژوند د ښه کېدو په هدف عملي ګامونه واخیستل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته