پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله: امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرو ته هم خوشبیني او هم اندېښنې شته
نیټه: Mon, 11 Mar 2019 09:57:15 +0000

 

د افغان حکومت اجرائيه رئیس وايي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو خبرو ته هم خوشبیني او هم اندېښنې شته دي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، افغانان د روانو مذاکراتو په اړه هم هیله مندي‌او هم داچې ځینې برخې خلکو ته روښانه نه دي اندېښنه لري.
عبدالله وویل چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د روانو خبرو یوه برخه د افغان حکومت، افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابرول دي.
د هغه په خبره که چیرې د افغان حکومت، افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره شي د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» له نظام څخه باید دفاع وشي او معامله ورباندې ونشي.
عبدالله وویل، که په دې برخه کې ځینې مسايل له پامه وغورځول شي سوله نشي رامنځته کېدلای.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته