پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کابل کې د امنيتي حوزو مشران له دندو لرې شول
نیټه: Mon, 11 Mar 2019 10:43:58 +0000

 

د کورنيو چارو وزارت لخوا د کابل ښار د يوولسو امنيتي حوزو مشران له دندو لرې کړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت  امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات چې نن يې له امنيتي مسوولينو سره ځانګړې ناسته لرله.
هغه زياته کړه، د کابل اوسنی امنيتي وضعيت او د ځېنو امنيتي حوزو د امرينو غفلت د خلکو او مسوولينو د منلو د قناعت وړ نه دی.
جنرال سادات ويلي، د غوره مديريت او د خلکو د لاخونديتوب لپاره يې  نن د کابل د ١١ امنيتي حوزو امرين بدل او پر ځای يې نوي کسان وګومارل.
د نوموړي په وينا، دوی هم درې مياشتې وخت لري ، چې د کابل امنيتي حالت ښه او د جرمونو کچه راټيټه کړي.
د يا دونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې يو ځل بيا د جنايي جرمونو پېښې زياتې شوې 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته