پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Mon, 11 Mar 2019 11:07:52 +0000

 

جلال اباد کې د اورښتونو له امله یو چت پریوتی چې د یوې کورنۍ شپږتنه يې مړه او ژوبل کړي. 
بل خوا مسؤل چارواکي د ورښتونو له امله پیښیدونکو زیانونو ته د چمتوالي خبره کوي.
داود د یوې داسې کورنۍ مشر دی چې د تیري شپې اورښتونو يې دکاله چت غورځولی چې پکې يې د میرمني او لور په ګډون دري تنه مړه  شوي او درې نور اولادونه يې مرګوني ټپيان شوي.
داود د خپلې همدې کورنۍ لپاره د ډوډۍ ګټلو په نیت له خپل لاس ګاډي سره د مزدورۍ لپاره ښار ته تللی وو چې دکورنۍ دغمه ناڅاپي خبر بیرته هغه کورته راستون کړ چې نه يې پکې میرمن ژوندي وه او نه هم ټول اولادونه. 
د پریوتې چت له امله د مړې شوې میرمنې جسد په یوه بله داسې خونه کې ایښودل شوی چې هره شیبه يې دلویدو امکان شته.  
ولایتي چارواکي بیا د اورښتونو له امله د رامنځ ته کیدونکو خطرونو لپاره خپل چمتوالی ښایي. 
دتیرې شپې راهیسې په جلال اباد ښار او ولسوالیوکې بارانونو زور اخیتسی  او اندیښنه داده که د اوروښتونو دا لړۍ همداسي دوام وکړي نو خلکو ته به ګڼ مالي او ځاني زیانونه واوړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته