پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بادغیس کې ۱۶ سرتېرې وژل شوې
نیټه: Mon, 11 Mar 2019 12:32:50 +0000

 

بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ ویلي چې طالبانو سهار شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په  لودین‌ها سیمه کې د ملی‌ا‌ردو تعقیبي ټولي پر پوستو بریدونه کړي ‌دي.
د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، وسله والو طالبانو په بالامرغاب کې تېره شپه د ملي اردو پر يوه ټولي حمله کړې چې په نتيجه کې يې ١٦ سرتېري وژل شوي او شااو خوا ۲٠ نور اسيران شوي دي.
بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي د ملي‌اردو پر پوستو د طالبانو بریدونه تاییدوي خو وايي چې په ‌دې برید کې د ملي‌اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي ‌دي.
شهابي د ۲۰ سرتېرو اسېرېدل ردوی او وايي چې په‌دې برید کې ۱۰ طالبان هم وژل شوې‌دي.
وسله والو طالبانو د تېرې شپې د حملې مسؤليت منلى او افغان قواوو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته