پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ملګروملتونو دافغان حکومت او طالبانوترمنځ پرمخامخ خبروټینګار کړی
نیټه: Tue, 12 Mar 2019 11:27:49 +0000

 

 افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازى او د يوناما مشر د  افغانستان د حکومت  او وسله والو طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټينګار کړی دی.
د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په هغې ځانګړې غونډه کې کړې چې د افغانستان په اړه جوړ شوې وه.
په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار هم په ځانګړې توګه ګډون کړى و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي يادې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
ياماموتو د سولې د روانو هڅو، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو، بشري حقونو، د ښځو د پياوړتيا او د بشري وضعیت په اړه د مهمو پرمختياوو په هکله خبرې وکړې.
نوموړي د ډېری افغانانو له کړاوه ډک ژوند او د جګړې له امله د تلفاتو په هکله چې پر ملکيانو يې بدې اغېزې لا هم دوام لري، د امنيت شورا غونډې ته معلومات ورکړل.
د يوناما مشر يو ځل بيا د سولې په هر پړاو کې پر بين الافغاني خبرو اترو پر ارزښت ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې بايد ژر تر ژره پيل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته