پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هرات او نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو
نیټه: Tue, 12 Mar 2019 11:30:45 +0000

 

د هرات او نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو او په لومړي ځل له دې لارې صادرات پيل شول. 
د هرات والي د دغه دهلیز پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.
 هغه وویل مخکې افغانستان پر یو هېواد متکی و اوس د هغه په خبره ډېرې هوايي او ځمکنۍ لارې لري.
 د هرات-نوي ډیلي د هوايي دهلیز له لارې د افغانستان په لومړیو صادراتو کې ۲۰۰ کیلو ګرام زعفران او ۱۲۰۰ کیلو ګرامه وچه میوه شامل وو.
 د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي چې د هرات-ډیلي د دهلیز پرانیستل د افغان حکومت له مهمو اقتصادي پلانونو دي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي. 
د هرات د سوداګرۍ د خونو مشر سعد خطیبي وایي چې د دغه دهلیز له لارې هند ته د افغانستان د زعفرانو او وچې میوې تر څنګ نور توکي هم استول کېدی شي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته