پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په جلال اباد ښارکې د یو موټربم برید مخه ونیول شوه
نیټه: Tue, 12 Mar 2019 12:05:58 +0000

 

د امنیه قومندانۍ مسؤلین وايي څلورمیله راکیټ انداز، یو میل کلاشینکوف يې  له دوه تنو سره یوځای نیولي چي غوښتل يې جلال ابادښار ته يې ولېږدوي. 

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مسؤلین وايي دسره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې په یو کور  کې هغه چاودیدونکي توکي او مهمات نیولي چې وسله والو مخالفینو پرې په جلال اباد ښار کې د موټر بم برید پلان لاره.  
د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل فریدخان وايي په یو سراچه ډوله موټر کې يې له دوه تنو سره یوځای یومیل کلاشینکوف ،دوه پايي مخابري او څلور میله راکیټ اندازهم نیولي چې غوښتل يي جلال اباد ښار ته يې ولېږ دوي. 
د منیه قومندانۍ ویاند وايي دنشه يي توکو پرضد دمبارزي پولیسو دمارکو په سیمه کې  په څلورعرادو موټرو کي ۹۰ کیلو ګرامه چرس له څلورو تنو سره یوځای نیولي چې غوښتل يې جلال اباد ښار ته يې انتقال کړي او دلته يې په پرچون پلورونکو وپلوري. 
امنیه قومندانۍ په داسې حال کې د یادو لاسته راوړنو خبره کوي چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کي خلک هدفي وژنو او غلاو اندیښمن کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته