پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۱۸۰۰ قضيي ثبت شوي
نیټه: Tue, 12 Mar 2019 12:26:35 +0000

 

د ننګرهار استناف او نظامي څارنوالۍ چارواکي وايي د روان کال له پېله تردې وخته ورسره څه باندې اتلس سوه قضيي ثبت شوي چې  له نیمايي زیاتي يې نهايي شوي. 
داستناف څارنوالۍ ارقام ښایي چې د روان کال له پیله يې تردې وخته پنځلس سوه قضيي ثبت کړي چې څه باندې اته سوه يې نهايي شوي او د ۷۰۰ په شاوخواکي نوري يې تر څېړنې لاندي دي او د نظامي څارنوالۍ چارواکي بیا وايي چې له دري سوو زیاتي قضيي ثبت کړي چې اکثریت يې څيړل شوي. 
مدني فعالان او د نظرخاوندان بیا د استناف څارنوالۍ وړاندې کړي ارقامو ته د شک په سترګه ګوري او نیوکه يې داده چې عدليي او قضايي اداري د زر او زور په خاوندانو قانون نشي پلي کولی او قانون یواځي په بیوزلواو عامو خلکو د تطبیق وړ دی. 
د افغانستان له لوي څارنوالۍ څخه راغلی پلاوی هم د هیواد په کچه د جرمنو لوړه کچه ټکان ورکوونکي بولي او لامل يې هم په ټولو خلکو د قانون یو ډول نه تطبیق یادوي. 
د عامو خلکو په باور په عدليي او قضايي ادارو کي شته فساد ددې لامل شوی چې په یادو ادارو کې د خلکو باور کم او د حکومت او ولس ترمنځ واټن زیات کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته