پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا: له طالبانو سره يي مهمې خبرې لرلې دي
نیټه: Wed, 13 Mar 2019 10:19:40 +0000

 

امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرت پولادینو ویلي دا ځل امریکا له طالبانو سره مهمې، با هدفه او بامانا خبرې لرلې دي. 
دده په خبره استازي یې زلمي خلیلزاد مهم پیغامونه ورته لېږلي او په دې خبرو کې پرمختګونه شوي دي.
 پالادینو وایي، خبرې به روانې وي او هڅه کېږي چې افغان جګړه د مذاکراتو پر مټ حل شي. 
د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې. 
ویل کېږي چې دواړه لوري په دې مذاکراتو کې پر یوې مسودې هوکړې ته رسېدلي دي خو ددغه مسودې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي. 
خلیلزاد بیا ویلي، چې اوربند، د بهرنیو ځواکونو وتل، د نورو پر وړاندې د افغان خاورې نه استعمال او بین الافغاني مذاکراتو ته تیاری ښودل هغه څه دي چې ورباندې موافقې ته رسېدلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته