پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حضرت علي: د داعش پرمختګونو خلک اندیښمن کړي
نیټه: Wed, 13 Mar 2019 10:59:34 +0000

 

د ولسي جرګې غړی حضرت علي وايي  وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ترڅنګ د داعش وسله والو پرمختګونو خلک اندیښمن کړي. 
د ولسي جرګي غړی حضرت علي وايي په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولی خبري ګرمي دي خو داعش ډلې پرمختګونو خلک اندیښمن کړي .
 هغه په کابل کي د عبدالعلي مزاري دتلین په مراسمو او دننګرهار هوايي ډګر مخې ته په یو خصوصي شرکت شوي برید ته په اشاری وايي چې داعش ډله اوس هم ګواښوونکي ده.
د ولسي جرګي دا غړی وايي که پشه یان د حکومت په ملاتړ په خپلو سیمو کې وسله والي ډلي ونه ځپي نو دننګرهار دنوروسیمو په څير به يې حالت بد شي او د وسله والو ډلو تازه پیل کړي فعالیتونه به ورته په لوي سرخګي بدل شي. 
د پشه يي قوم مشران بیا وايي په خپلو سیمو کې وسله والو ته ځای نه ورکوي او حکومت سره یو ځای به يي دفعالیت مخنیوی کوي.
دوی وايي که اړتیايي شي نو دوسله والو پر وړاندي به پاڅون وکړي. 
نږدې دوه میاشتي وړاندي هم د ولسي جرګي دې غړي ورته اندیښنه ښودلي وه او له حکومته يې غوښتي وو چې په پشه يې میشتو سیمو کې د وسله والو پر وړاندي اقدام وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته