پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دجلال اباد–بخارا ترمنځ د پیوستون تړونونه لاسلیک شول
نیټه: Wed, 13 Mar 2019 11:00:47 +0000

 

ولسمشر د حکم په اساس په ننګرهارکې د جلال ابادـ فیض اباد او جلال اباد بخارا ترمنځ د پیوستون تړونونه لاسلیک شول چې د چارواکو په وینا یاد تړونونه د اقتصادي ودی،سوداګریزو ،سیاسي او فرهنګي اړیکود پیاوړي کیدو لپاره مهم دي. 
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین بیا د ازبکستان او افغانستان او بدخشان او ننګرهار دګډو کلتوري او فرهنګي اړیکو دپیاوړتیا لپاره دا تړونونه ګټور بولي او غوښتنه يې داده چې د ځوانو نسلونو لپاره دې حکومتي مسؤلین د یو بل د کلتور په برخه کې د معلوماتو لپاره معلوماتي مرکزونه جوړ کړي. 
د اقتتصادي چارو پوهان وايي دا چاره د افغانستان لپاره نوي ده خو داقتصادي ودي لپاره یې پرځای ګام بولي.
له نورو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړ تیا پر وړاندې یوخنډ په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر نشتون دی او باور دادی که ملکي هوايي ډګر جوړ شي نو د سیمي او ګاونډيو هیوادونو سره به يې سوداګریزي اړیکي ښې او ننګرهار به په یو لوي سوداګریز مرکز بدل شي.
د يادولو ده، شاوخوا ۱۱ کاله وړاندې هم د جلال اباد ښار د امريکا له سينټياګو او د هند له نوي ډلي ښارونو سره نښلول شوی و، خو هېڅ ګټه يې تر اوسه د جلال اباد ښاريانو نه ده ليدلې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته