پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني: دملکي وګړو مرګ ژوبله دمنلو وړ نه ده
نیټه: Wed, 13 Mar 2019 11:04:18 +0000

 

ولسمشر غني وایي ملي یووالي حکومت ته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او هڅه شوې چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.
 ولسمشر غني نن په ارګ کې د مزاري تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال لومړي ځل لپاره په جديت وویل، د حکومت مشرتابه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ټول راپورونه جدي نیولي او څېړل شوي دي.
 دده په خبره له امنیتي ادارو به دا پوښتنه وکړي، چې د تېرو پېښو په اړه یې څه څېړنې کړې دي او د راتلونکې لپاره څه پلانونه لري. 
ولسمشر غني وایي د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلو وړ نه ده او امنیتي ادارې اړ دي چې خپل اهداف دقیق په نښه کړي او که ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي نو له خپلې موخې دې تېرېږي.
 دده په وینا له امنیتي ځواکونو سره به نن غونډه ولري او یو ځل بیا به پر ې ټینګار وکړي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلوړ وړ نه ده. 
ولسمشر همدا راز له ولسه وغوښتل چې له حکومت سره د امنیت په تامین او سولې په راوستو کې همکاري وکړي. 
دده په خبره افغانان له جګړو ستړي شوي دي او دا هڅه روانه ده چې د یوه پرمختللي افغانستان لپاره ټول لاس په لاس مخ ته لاړ شي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته