پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

متحده ایالاتو درې جنګي او کشفي الوتکې ورکړې
نیټه: Wed, 13 Mar 2019 11:09:32 +0000

 

د افغانستان هوايي ځواک وایي چې متحده ایالاتو دوی ته درېAC-208 جنګي او کشفي الوتکې ورکړې دي.
 د سرچینې په خبره دغه الوتکې په رهبري کېدونکو او ساده توغندیو سمبال دي چې کولی شي، ساکن او متحرک هدفونه په نښه کړي. 
ملي دفاع وزارت وايي چې په دې سره به د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شي او دوی به وکړي شي چې خپل اهداف په دقیقه توګه په نښه کړي. 
ملي دفاع وزارت وايي چې الوتکې د کشفي کامرو په نوي سیستم سمبالې دي او کولی شي په پېچلو حالاتو کې خپل اهداف تعقیب کړي.
 امریکايي پوځیانو هم ویلي چې په دې سره به د افغان پوځ وړتیا نوره هم لوړه کړل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته