پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مزار شریف کې عطامحمد د پلويانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښته شوې
نیټه: Thu, 14 Mar 2019 12:14:18 +0000

 

رپوټونه وایي د مزار شریف د ښار د ۷مې ناحیه د امنیه قوماندانۍ شاوخوا جګړه روانه ده او امنیه قوماندانۍ ته تللې لارې تړل شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه ۲۵ نامسوله وسله وال یې نیولي دي.
ددې وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په دې پېښه کې یو پولیس تر اوسه ټپي شوی دی.
په مزارشریف ښار کې وروسته له دې وضعیت کړکېچن شو چې پخواني والي عطا محمد نور د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره مخالفت وکړ او دوکاندارانو ته یې وویل چې دوکانونه او مارکیټونه بند کړي.
د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د غیر مسؤلو وسله‌والو کسانو موجودیت، د جنایتکارو بانډونو او تروریستي ډلو فعالیت ددې سبب شوی چې د بلخ ولایت په یو شمېر سیمو کې وضعیت خراب شي او پر همدې اساس پرېکړه وشوه چې د بلخ ولایت د پولیسو په مشرتابه کې بدلون راوړل شي.
همدارنګه د امنیتي ځواکونو تر څنګ په ملکي جامو کې وسله وال کسان هم لیدل شوي. چې ښکاري دوی له تېرې شپې راهیسې دلته مورچل نیولی و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته